کورپاڼه / روغتيا / د بادیانو قهوه حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

د بادیانو قهوه حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

بادیان یو له عامو طبي بوټو څخه دي، چې د انسان روغتیا لپاره له ډالۍ څخه کم نه ګڼل کېږي او کوچنۍ دانې یې د مجموعي روغتیا او ښکلا لپاره حیرانوونکې ګټې لري.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې بادیان د معدې وړتیا ډېروي او پاکوي یې، له بدن څخه زیانمنې مادې وباسي، وینه پاکوي، د کولمو او پوستکي لپاره ګټور وي، وزن کموي او هورمونونه کنترولوي.

دوی زیاتوي، هغه کسان چې غواړي خپل وزن کم کړي، د هغوی لپاره د بادیانو چای حیرانوونکې ګټې لري. بادیان د ویټامین ای او سي درلودونکې وي چې د سترګو ساتنه کوي. دغه راز د ملا درد کموي او د ګردو او مثانې په ګډون حافظې ته هم ګټور وي.

که چېرته له بادیانو تیاره شوې قهوه شېدې ور کوونکې میندې استعمال کړي، نو ګټور به ورته تمام شي او د شېدو اندازه به یې ډېره شي او ترڅنګ یې دماغ هم آراموي، د ښه خوب لامل کېږي او ذهني فشار کموي.

لکه څنګه چې شین چای تیارېږي، همدغه ډول د بادیانو چای هم تیار او بیا چاڼ کېږي او که چېرته غواړئ چې خوند یې نور هم ډېر شي نو دارچیني، سپینې زڼکۍ، سپیرکۍ او هیل یا لاچي هم ور واچوئ.

دا هم ولولئ

بسترې ته په ځنډ سره تلل زموږ پر دماغي او بدني وړتیاوو اغېز کوي

موږ ټول په دې اړه ډېر غږیدلي یو چې باید مناسب خوب وکړو او د …