کورپاڼه / خبرونه / په هغه کسانو کې، چې له امریکایي الوتکې لوېدلي ول، د افغانستان فوټبال لوبغاړی هم شامل دی

په هغه کسانو کې، چې له امریکایي الوتکې لوېدلي ول، د افغانستان فوټبال لوبغاړی هم شامل دی

په هغه کسانو کې، چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر څخه امریکایي پوځي الوتکې پورې نښتي ول، په هغوی کې ځوان افغان فوټبالر ذکي انوري هم شامل دی.

د بریتانیې خبري آژانس د افغان چارواکو په حواله وایي، چې د افغانستان د فوټبال لوبډلې ځوان لوبغاړی ذکي انوري، له امریکایي الوتکې لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.

کله چې طالبان د کابل ښار ته دننه شول، نو زیات شمېر خلک د حامد کرزي هوایي ډګر ته په دې موخه راټول شول، ترڅو کابل پرېږدي، چې یوې امریکایي پوځي الوتکې پورې نښتو دریو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ذکي انوري په اړه تر اوسه پورې نور معلومات نه دي خپاره شوي، خو په ټولنیزو رسنیو کې د هغه ځینې عکسونه لاس په لاس کېږي او په یاده پېښه خواشیني څرګندوي.

بل لوري ته د کابل د حامد کرزي په هوایي ډګر تېره ورځ هم ډېر بیروبار و او تر اوسه پورې له هغه ځایه د دولسو تنو د مړینې راپورونه رارسېدلي.

دا هم ولولئ

راشد خان په کرکټ کې د خپل کیریر په اړه غږېدلی

افغان لوبغاړي راشد خان په کرکټ کې د خپل کیریر د پیل په اړه غږېدلی …