کورپاڼه / روغتيا / ناک د شکر په ګډون ډېرو ناروغیو ته ګټور وي

ناک د شکر په ګډون ډېرو ناروغیو ته ګټور وي

ناک یو له هغه مېوو څخه شمېرل کېږي، چې خلک ورته ډېره کمه پاملرنه کوي. خو دا مېوه له فایبرو څخه ډک ګڼل کېږي، چې خوږ خوند لري او د انټي اکسایډو لرونکي ده. که چېرته د ناک په اړه په لنډ ډول ووایو، نو یوه داسې مېوه ده، چې د ټولو اړینو غذایې توکو لرونکې ده.

د ناک په جوړښت کې ځینې منرالونه لکه سودیم او پوتاشیم په زیاته اندازه شتون لري، چې د وینې دوران او د زړه ناروغیو ته ډېر ګټور ګڼل کېږي. دغه راز ناک د فایبر لرونکو مېوو څخه ګڼل کېږي، چې د وینې شکر او د کلیسټرولو کچه ټیټه ساتي.

د ناک په جوړښت کې موجود انټي اکسایډ زموږ په بدن کې د هغه حجرو د له منځه وړلو وړتیا لري چې د سرطان ناروغي رامنځته کوي. دغه راز ناک د ویټامین سي او ویټامین ای سرچینه ده چې په بدن کې د آزادو رادیکلونو په وړاندې د انټي اکسایډو کار ورکوي.

ناک د ویټامین سي او د معدني موادو څخه ډک ګڼل کېږي، چې د ځواکمنو انټي اکسایډو په ډول فعالیت کوي. ویل کېږي چې انټي اکساید د وینې د سپینو کرویات په جوړولو کې مرسته کوي، چې د دفاعي سیستم لپاره اړین ګڼل کېږي او ځواکمنوي یې. دغه راز له موسمي ناروغیو لکه زکام، ساړه وهل او ټوخي څخه مو هم ژغوري.

ویل کېږي چې ناک د ډېر شوي وزن په کمولو کې مهم رول لري، ځکه چې د ناکو په خوړلو سره د لوږې احساس کمېږي. دغه راز د ناک په جوړښت کې فایبر شتون لري، چې د قبض، د خېټې درد او د هاضمې د سیستم په ښه کولو کې مرستندویه تمامېږي. دغه راز هډوکو ته پیاوړتیا هم ورکوي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …