کورپاڼه / خبرونه / پاکستان او ويسټ انډيز نن دویمه ټيسټ لوبه کوي

پاکستان او ويسټ انډيز نن دویمه ټيسټ لوبه کوي

نن جمعه ماښام اووه نيمې بجې د پاکستان او ويسټ انډيز د دوه ټيسټ لوبو د سيريز وروستۍ دوهمه لوبه په جميکا لوبغالي کې پيليږي.

دغه لوبه د افغانستان په وخت ماښام اووه بجې او دېرش دقيقې پيليږي، د سيريز اوله لوبه ويسټ انډيز د يوې ويکټې په توپير وګټله، چې اوس سيريز ۱-۰ پر وړاندې د کوربه هېواد په ګټه دی.

له دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ترسره شوو، پنځه ټيسټ کرکټ لوبو کې درې ويسټ انډيز او دوه بيا پاکستان ګټلي دي.

ويسټ انډيز ته د پاکستان په ياد سفر کې څلور د شل اوریزو سیالیو او دوه ټيسټ لوبو سيريز وو، چې ۱-۰ پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو سيريز پاکستان وګاټه او درې سيالۍ د اورښت په ګټه تمامې شوې.

د ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۳ پورې د ټيسټ اتلوليو په لړ کې د پاکستان او ويسټ دا سيريز دوهم سيريز دی، له دې وړاندژ د يادو لوبو لومړی سيريز د انګلينډ او هندوستان ترمنځ پيل شوی دی.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …