کورپاڼه / خبرونه / نن په سل توپونو ليګ کي د راشد خان او لوبډلې لپاره يې مهمه لوبه ترسره کيږي

نن په سل توپونو ليګ کي د راشد خان او لوبډلې لپاره يې مهمه لوبه ترسره کيږي

نن شپه د افغانستان په وخت لس بجې په سل توپونو ليګ کې مهمه لوبه د ټرينټ راکيټس او ساوترن برايف ترمنځ ترسره کيږي، چي ګټونکې لوبډله پايلوبې ته وړي.

دغه ليګ، چې د اته لوبډلو ترمنځ د تيرې جولای مياشت په ددويشتمه نېټه پيل شوی وو، د همدې روانې اګسټ مياشت په يوويشتمه نېټه سبا شپه يې پايلوبه ترسره کيږي.

د سل توپونو ليګ په اته لوبډلو کې برمنګهم فونيکس لوبډله په دوولس امتيازونو سره مستقيم پايلوبې ته ولاړه، په يوولس امتيازونو ساوترن برايف او په لسو امتيازونو سره ټرينټ راکيټس نن شپه ايليمينټر لوبه کوي، چې ګټونکې لوبډله پايلوبې ته وځي.

که نن شپه راشد خان په لوبه کې يوه ويکټ ترلاسه کړې، نو د دې ليګ د ويکټ اخيستونکو د کتار په لومړي مقام کې به راشي او په ديارلس ويکټو سره به د ليګ مخکښه ويکټ اخيستونکی شي.

په ياد ليګ کي راشد خان اوس دوولس، قيس احمد اته، محمد نبي او مجيب الرحمن شپږ ـ شپږ ويکټي ترلاسه کړې، چې د مختلفو لوبډلو په ګټه په انګلينډ هيواد کې ولوبېده.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …