کورپاڼه / روغتيا / په ماشومانو د خوب کمښت د هغوی ذهني وده اغېزمنوي

په ماشومانو د خوب کمښت د هغوی ذهني وده اغېزمنوي

په بریتانیه کې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې موندل شوې، هغه ماشومان چې لږ وېده کېږې یا د خوب وخت یې نه پوره کېږې، هغوی په زده کړه اغېزمنې وړتیاوې نه شي ښودلی.

خوب کول، چې د انسان بدني او ذهني روغتیا پورې اړه لري، یعنې که چېرته په بشپړ ډول خوب ونه کړو، نو ښایي چې په ډېرو ناروغیو اخته شو.

او یاده څېړنه هم وایي چې ابتدایي ذهني وده د ماشوم راتلونکې روغتیا او خوشحالۍ سره ژوره اړیکه لري او په کوچنیو ماشومانو کې د خوب بې نظمي د هغوی ذهني وړتیاوې محدودي.

په لندن کې د ترسره شوې څېړنې له مخې چې د اوو کلونو په موده کې پر ۱۱۲۰۰ ماشومانو ترسره شوه او د هغوی د حساب، انګلیسي او ځیرکتیا معاینه وشوه او نومرې سره پرتله او د خوب عادتونه یې هم وکتل.

د پایلو پر اساس کېږي، هغه ماشومان چې خوب یې له دریو کلونو څخه بې نظمه و، هغوی ډېرې لږې نومرې واخیستې او د ځیرکتیا نومرې یې هم لږې وې. څېړونکې وایي چې هلکانو په پرتله انجونې د خوب له کمښت سره ډېرې مخ وي چې ببا پر ټول اغېزې کوي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …