کورپاڼه / خبرونه / سریلانکا له ۱۸ لوبغاړو سره تر پنځه میاشتو پورې قرارداد وکړ

سریلانکا له ۱۸ لوبغاړو سره تر پنځه میاشتو پورې قرارداد وکړ

د سریلانکا کرکټ بورډ، چې له څه مودې راهیسې یې له لوبغاړو سره د قرارداد پر سر جنجال درلود او په رسنیو کې د سریلانکایي لوبغاړو د قرارداد نه کولو راپورونه هم خپاره شوي، له خپلو لوبغاړو سره قرارداد وکړ.

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) فیسبوکپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي، چې سریلانکا له خپلو اتلسو لوبغاړو سره پنځه میاشتنی قرارداد، چې د ډسمبر تر ۳۱مې پورې به دوام وکړي، لاسلیک کړه.

په دې اتلسو لوبغاړو کې دننجیا ډي سلوا، کوشال پریرا، دیموت کرورنتي، سرنګا لکمل، دشان شانکا، ونیندو هسرنګا، لسیت ایمبولدینا، پاتوم نیسنکا او لیهرو تریماني شامل دي.

دغه راز دشمانتا چیمرا، دینش چندیمال، لکشان سنداکان، وشوا فرنیندو، اوشادا فرنیندو، رمیش میندس، لیهرو کومارا، ایشن بیندرا او اکیلا دننجیا هم هغه لوبغاړي دي، چې قرارداد ورسره شوی دی.

د یادولو وړ ده چې سریلانکا د راتلونکې سپتمبر په میاشت کې له سویلي افریقا سره د یوه ورځنیو لوبو لړۍ لري، چې په دویمه، څلورمه او اوومه نېټه به د سریلانکا په کوربتوب په کولمبو کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …