کورپاڼه / خبرونه / ګمبیر: افغانستان به نړيوال جام کې د ټولو هيوادونو لپاره سرخوږی وي

ګمبیر: افغانستان به نړيوال جام کې د ټولو هيوادونو لپاره سرخوږی وي

هندی کرکټر ګاتم ګمبير سټار سپورټس سره په تازه مرکه کې ويلي دي چې په شل اوريز نړيوال جام کې به افغانستان نورو هېوادونو ته سرخوږی وي.

نوموړي پخپلو څرګندونو کې افغان لوبډله قوي ياده کړې او ويلي یې دي، چې زه پوره باور لرم چې افغانستان به په نړيوال جام کې نورو ګډونوالو هيوادونو ته ستونزې جوړې کړي.

دغه راز ګمبير ويلي چې موږ افغانستان ته په کمه سترګه نه ګورو، که يو ټيم په دې نړيوال جام کې را پورته کېدی او د نړيوال جام د ګټلو هيله يې لرله هغه به افغانستان وي.

د هند نامتو چپ لاسی توپ وهوونکی ګمبير نورو هيوادونو ته خبرداری ورکوي، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته په کمه سترګه ونه ګوري او نړيوال جام کې ورسره په دقت سره لوبې وکړي.

افغانستان په راتلونکې شل اوریز نړیوال جام کې له هند، پاکستان او نيوزيلېنډ سره په يو ګروپ کې دی او ياد نړيوال جام د اکټوبر مياشت په اوولسمه نېټه په عمان او عربي اماراتو کې پيليږي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …