کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې له ۱۶ کلونو په یوه سموڅه کې له حیواناتو سره ژوند کوي+ویډیو

هغه شخص چې له ۱۶ کلونو په یوه سموڅه کې له حیواناتو سره ژوند کوي+ویډیو

په نړیوالو رسنیو د سربیا د یو اوسیدونکې په اړه ډېر بحثونه کېږي، کوم چې له تېرو شپاړس کلونو راهیسې له خلکو لېرې په یو غار یا سموڅه کې له خنځیر او نورو حیواناتو سره اوسېږي.

دغه شخص پینټا پیټروویچ نومېږي او د سربیا د مشهور سیند ګریډایسنیکا ترڅېرمه په یوه سموڅه کې ژوند کوي. هغه یو خنځیر هم ملګری کړی چې وزن یې ۲۰۰ کیلو ګرامه دی، هغه له خلکو لېرې ژوند کوي او په ډېرو ستونزو یې د کورونا واکسین وکړل.

اویا کلن پینټا، چې ډېر په زړه پوری ژوند لري، خلک یې په اړه له معلومات سره زړه راښکون ښیي. هغه له تېرو شپاړس کلونو راهیسې له ونې جوړ شوي یو کوچني غوندې کور او سموڅه کې اوسېږي او له نوي او عصري ژوند څخه بېزاره دی.

پینټا ادعا کوي چې ډېر ښه ژوند لري او له دې وړاندې په ښار کې اوسېده، چې په ډېر هنر به یې شیان جوړول او پیسې یې ګټلې، ملګري یې هم ډېر ول، خو کله چې یې حالت خراب شو نو ټولو ترې مخ واړوو.

هغه زیاتوي چې زه په دودیزه نړۍ کې نه اوسېږم، داسې ازادي په پیسو نه اخیستل کېږي، د اوبو بیل نشته، د بریښنا د تګ وېره نشته او ښه خبره داده چې له طبیعت سره نږدې یم.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …