کورپاڼه / خبرونه / پاکستان د افغانستان پر وړاندې لوبو ته د لوبډلې اعلان او روزنیز کیمپ وځنډولو

پاکستان د افغانستان پر وړاندې لوبو ته د لوبډلې اعلان او روزنیز کیمپ وځنډولو

پاکستان کرکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې د دریو یوه ورځنیو لوبو لپاره، چې د سوپر لیګ لوبو برخه دي، د ټاکل کېدونکې لوبډلې اعلان او روزنیز کیمپ وځنډولو.

پاکستاني رسنۍ د پاکستان کرکټ بورډ د ویاند په حواله وایي، چې د افغانستان کرکټ بورډ له لورې د لوبو مهالویش او د سفر لپاره د پلان په تمه دي او د لوبډلې د اعلان ترڅنګ روزنیز کیمپ هم مهالویش پورې مشروط دی.

راپور زیاتوي، تر هغې چې د کوربه لوبډلې له لورې د لوبو مهالویش او د سفر پلان نه وي برابر شوی، تر هغې پورې به د لوبډلې اعلان او روزنیز کیمپ هم ځنډیدلی وي.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به د یوه ورځینو لوبو لړۍ چې د افغانستان په کوربتوب په سریلانکا کې ترسره کېږي، لا تر اوسه پورې د لوجیستکي ستونزو په سبب دقیق معلومات نه کېږي، چې دغه لوبې به ترسره شي او څنګه.

خو باید یاده کړم چې د طالبانو په راتګ سره افغان کرکټ لوبډله کومه ستونزه لري او اوسمهال یې په کابل کې یادو لوبو ته وروستی تمریناتي کیمپ هم پیل کړی، خو د لوبو په اړه تر اوسه هیڅ معلومات نشته.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …