کورپاڼه / هنر او کلتور / عرشي خان: زه د پاکستان نه یم بلکې د افغانستان یم

عرشي خان: زه د پاکستان نه یم بلکې د افغانستان یم

د هند مشهورې ریالیټي شو بیګ باوس څخه شهرت موندونکې اداکاره عرشي خان وایي، چې هغه د پاکستان نه بلکې د افغانستان دی.

هغې په دې وروستیو کې د خپل اصلي ځای په اړه خبرې کړي او هندي رسنیو سره یې په مرکه کې ویلي، کله چې خلک له مانه زما د شهرت په اړه پوښتنه کوي، نو له ستونزو سره مخ کېږي.

هغه وایي چې په هند کې مې خلک پاکستانۍ ګڼي او زه په هند کې اوسېږم، چې په همدې سبب زما کار هم اغېزمن شوی، خو زه باید ووایم چې له هره پلوه هندوستانۍ یم، د هند تذکره لرم، پاکستانۍ نه یم بلکې هندوستانۍ یم.

عرشي خان زیاتوي چې زه یوه افغانۍ پښتنه یم، کورنۍ مې له یوسف ظهیر پښتون نسل څخه ده، نېکه مې له افغانستان بوپال ته مهاجر شوی و، نو زما رېښې په افغانستان کې دي، خو زه یوه هندوستانۍ یم.

له دې وړاندې هم عرشي ویلي ول چې هغه افغانۍ ده، په افغانستان کې پیدا شوې او کله چې څلور کلنه وه نو هند ته مهاجر شول. باید یاده کړم چې عرشي په ۲۰۱۴ کال په تامل فلم (مشتو) کې په کار کولو سره په فلمي صنعت کې کار پیل کړ، خو هغه وخت مشهوره شوه کله چې یې د بیګ باوس شو په یوولسم فصل کې برخه واخیسته.

دا هم ولولئ

حریم شاه، مشهور مولانا طارق جمیل ته د واده پېغام لېږلی

د پاکستان مشهورې ټک ټاکرې حریم شاه د پاکستان مشهور عالم مولانا طارق جمیل ته …