کورپاڼه / جالب / د واده په مراسم کې د یوې هندي اداکارې ډالۍ خلک وخندول

د واده په مراسم کې د یوې هندي اداکارې ډالۍ خلک وخندول

په هند کې د تامل فلمونو اداکارې مایلسیمي د یوه واده پرمهال ناوې او شاه زلمي ته د ځانګړې ډالۍ په ورکولو سره ټول وخندول.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي چې هندي اداکارې په هېواد کې د پترولو د لوړې بیې په سبب د واده جوړې ته د پترولو بوتل په ډالۍ کې ورکړ او موخه یې دا وه ترڅو خلکو ته دا احساس ورکړي چې د قیمتۍ په دور کې دا دومره لوړ بیه ډالۍ ده.

مایلسیمي که له یوې خوا د حکومت پر وړاندې یو ډول پاڅون وکړ، نو له بلې خوا یې د واده مراسم هم یادګاري کړل.

راپور زیاتوي چې هغې په ډالۍ کې د واده جوړې ته پنځه لیتره پترول ورکړل. مایلسیمي وایي چې ددې ډالۍ په ذریعه یې د حکومت پر وړاندې د خپل خوندیتوب څرګندونه وکړه، خو هغوی ورته تر اوسه کوم پام نه دی کړی.

هغه زیاتوي چې د تامل ناډو حکومت یو لیتر پترول درې روپۍ ګران کړی، اړوند ادارې باید عامو خلکو ته پام وکړي، د قیمتۍ په دې دور کې عام خلک لوړ نرخونه نه شي زغملی.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …