کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټویټر د غلطو معلوماتو د مخنیوي لپاره نوې ځانګړنه رامنځته کړې

ټویټر د غلطو معلوماتو د مخنیوي لپاره نوې ځانګړنه رامنځته کړې

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپاڼې ټویټر، چې ډېر مشهور اشخاص ترې ګټه اخلي، د غلطو معلوماتو د مخنیوي لپاره د (رپورټ ټویټ) په نوم یوه نوې ځانګړنه رامنځته کړه.

د ټویټر ادارې د اعلامیې پر اساس ویل کېږي، چې ددې نوې ځانګړې موخه یې د کورونا وایروس او نورو مهمو نړیوالو موضوعاتو په اړه د غلط معلوماتو د خپرولو مخنیوی دی.

دوی زیاتوي چې دغه نوې ځانګړنه یې په ابتدایي ډول په امریکا، استرالیا او سویلي کوریا کې د کاروونکو لپاره رامنځته کړې.

دغه راز په دې کې یې نوي فونټونه یا د لیکنې سټایل په داسې رنګونو سره استعمال کړی، چې په سترګو ښه لګېږي او ددې بدلونونو موخه داده ترڅو خلک له سکرول څخه په آسانۍ ګټه پورته کړي.

د ټویټر ډیزاین له لورې په ټویټ کې ویل شوي، ښایي په لومړیو کې څه عجیب درته وښکاري، خو دغه اپډیټ موږ تر ډېره د لاسرسي وړ او ځانګړی دی او پخپلو خبرو د تمرکز کولو لپاره مرستندویه تمامېږي.

دا هم ولولئ

په دې موبایلونو کې به جي میل، یوټیوب او نورې مهمې اپلیکیشنې نور کار نه کوي

ګوګل د اندراید کاروونکې په لویه ستونزه کې واچول او پرېکړه یې کړې چې د …