کورپاڼه / روغتيا / کوم ډول عادت مو د فلج خطر ډېروي؟

کوم ډول عادت مو د فلج خطر ډېروي؟

تر ډېره کمپیوټر استعمالول یا تلویزون ته د کتلو عادت یو داسې عادت دی، چې د فلج په څېر په خطرناکه ناروغۍ مو اخته کوي.

په دې تړاو په کاناډا کې یوه نوې څېړنه ترسره شوې چې له مخې څرګنده شوې، که چېرته د ورځې تر ډېره کمپیوتر استعمال کړو یا تر ډېره تلویزون ته کېنو، نو دغه عادت مو د فلج ناروغۍ خطر ډېرولی شي.

په څېړنه کې راغلي، چې دوی هغه کسان تر څېړنې لاندې ونېول، چې عمرونه یې له شپېتو ښکته ول او په ورځ کې له اتو ساعتونو ډېر کمپیوټر کارولو یا یې تلویزون کتلو یا یې داسې کار کاوه چې بدني فعالیتونه یې نه لرل؛ نو په دې کې د فلج خطر تر ډېره زیات و.

څېړنه دا هم وایي چې د ورځې پرمهال په بدني ډول لږ متحرک اوسېدل هم په ځوانانو کې د فلج خطر ډېروي او ددې لامل کېږي چې مخکې له وخته ومري یا معیاري ژوند یې اغېزمن شي.

څېړونکې وایي چې منځني عمر افراد باید پوه شي چې په بدني ډول متحرک نه اوسېدل یې روغتیا خطر پېښوي او که چېرته بدني فعال واوسو نو د یادې ناروغۍ خطر به مو کم وي.

دا هم ولولئ

بسترې ته په ځنډ سره تلل زموږ پر دماغي او بدني وړتیاوو اغېز کوي

موږ ټول په دې اړه ډېر غږیدلي یو چې باید مناسب خوب وکړو او د …