کورپاڼه / د لوبو راپورونه / دویمه ټیسټ لوبه: پاکستان په لومړنۍ ورځ ۲۱۲ منډې کړي

دویمه ټیسټ لوبه: پاکستان په لومړنۍ ورځ ۲۱۲ منډې کړي

د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې په لومړۍ ورځ پاکستانۍ لوبډلې د څلورو ویکټو په زیان ۲۱۲ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه چې د ویسټ انډیز په کوربتوب په جمیکا کې ترسره کېږي، د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او میلمه پاکستانۍ لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په لومړۍ ورځ ۷۴ اورونه ولوبول، څلور لوبغاړي یې له لاسه ورکړل او ۲۱۲ منډې یې جوړې کړې، چې له ډلې یې بابر اعظم ۷۵ او فواد عالم، چې زخمي له لوبغالي ووت، ۷۶ منډې جوړې کړې.

دغه راز فهیم اشرف په ۲۳ او محمد رضوان په ۲۲ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي. د ویسټ انډیز له لورې کیمر روچ درې او جیډن سیلس یوه ویکټ ترلاسه کړې ده.

د یادولو وړ ده، چې دا د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو وروستۍ لوبه ده او له دې وړاندې ویسټ انډیز په لومړۍ لوبه کې بریا ترلاسه کړې وه.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …