کورپاڼه / خپلواک / اسټراليا په ستر توپير د پاکستان لوبډله ماته کړه
اسټراليا

اسټراليا په ستر توپير د پاکستان لوبډله ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (۲۴ نومبر ۲۰۱۹): اسټراليا په لومړۍ ټېسټ سيالۍ کې د پاکستان ناتجربه کاره لوبډله په ستر توپير ماته او بريا يې خپله کړه. د اسټراليا د يوې پاڼۍ منډې پاکستاني توپوهونکو په دوه پاڼيو کې پوره نه شوې کړای او په خپله لومړۍ ټېسټ سيالۍ کې يې ستره ماته وخوړه.

د اسټراليا او پاکستان د دوه ټېسټ سياليو لوبلړۍ لومړۍ لوبه د نومبر په ۲۱مه نېټه د اسټراليا په بريسبين کې پيل شوه. د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.

پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۰ منډې وکړې، چې اسد شفيق ۷۶ او اظهر علي ۳۹ منډې وکړې. د اسټراليا له لوري مچل سټارک ۴، پاټ کومنز ۳ او جوش هازلووډ ۲ ويکټې ترلاسه کړې.

اسټراليا په خپله لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه چې مارنوس لابوسچاګني ۱۸۵ او ډيويډ وارنر ۱۵۴ منډې ترلاسه کړې. همدا راز جو برنز ۹۷ او ميتيو ويډ ۶۰ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري یاسر شاه ۴، شاهين شاه اپريدي او حارث سهېل ۲-۲ ويکټې ترلاسه کړې.

اسټراليا پر پاکستان لوبډلې ۳۴۰ منډې برتري ترلاسه کړه، چې پاکستان په خپله دويمه پاڼۍ کې هم په توپوهنه کې کومه کارنامه ترسره نه کړه او يوازې ۳۳۵ منډې يې وکړې او ټوله لوبډله يې وسوځېدله.

د پاکسان په دويمه پاڼۍ کې بابر اعظم ۱۰۴ او محمد رضوان ۹۵ منډې ترلاسه کړې، د اسټراليا له لوري جوش هازلووډ ۴، مچل سټارک ۳ او پاټ کومنز ۲ لوبغاړي وسوځول.

اسټراليا په لومړۍ ټېسټ سيالۍ کې د پاکستان لوبډلې ته د يوې پاڼۍ او ۵ منډو په ستر توپير ماته ورکړه او د دوه سياليو په لوبلړۍ کې يې د ۱-۰ سره برتري ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه مارنوس لابوسچاګني ته ورکړل شوه.

د يادولو ده چې د اسټراليا او پاکستان ترمنځ دويمه ټېسټ سيالي به د نومبر له ۲۹مې تر دسمبر ۳مې نېټې پورې د اسټراليا په ايډلايډ کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …