کورپاڼه / هنر او کلتور / د اکشي کمار په نوي فلم په سعودي عرب، قطر او کویټ کې بندیز پورې شو

د اکشي کمار په نوي فلم په سعودي عرب، قطر او کویټ کې بندیز پورې شو

د هندي سینما د مخکښ اداکار اکشي کمار پر نوي خپرېدونکې فلم (بیل باټم) په سعودي عربستان، قطر او کویټ کې بندیز پورې شو.

د بالیووډ د هنګامه ویبپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د اکشي کمار بیل باټم فلم په هند او یو څو نورو هېوادونو کې خپور شوی، خو د غیر مناسبو مواد درلودلو په سبب په سعودي عرب، قطر او کویټ کې یې په نندارې بندیز ولګېده.

راپور زیاتوي چې د فلم په دویمه برخه کې لېدل کېږي، چې څه ډول جیکرز هندي الوتکه له دوبۍ څخه لاهور ته بیایي. په ۱۹۸۴ کال د پېښې شوې واقعې له مخې د متحده عربي اماراتو دفاع وزیر په شخصي توګه حالت کنترول کړ او ټول لوړ جیکرز یې ونېول.

په دې فلم کې هندي چارواکي او اکشی کمار د فلم اتل په ډول ښکاره کېږي او داسې یې ښودل کېږي چې هغوی دغه عملیات د متحده اماراتو له دفاع وزیر څخه پټ ساتي.

خو ددې خبرې قوي امکان لېدل کېږي د منځني ختیځ هېوادونو سانسور بورډونه د فلم دغه برخه تر نېوکو لاندې راوستې او په ننداره کولو یې بندیز پورې کړی دی. خو ډېر امکان شته چې امارات یې خپرېدلو ته اجازه ورکړي.

دا هم ولولئ

کرینه کپور

د کرینه کپور خان په اړه ۷ جالب حقیقتونه

د بالي ووډ د کپور کورنۍ مشهوره اداکاره کرینه کپور خان چې په هندي سینما …