کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / سایمن کاتیچ ۴۶ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

سایمن کاتیچ ۴۶ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

د استرالیا لوبډلې پخوانی لوبغاړی او روزونکی سایمن میتیو کاتیچ، په ۱۹۷۵ کال د اګست په ۲۱مه زېږېدلی، په کیڼ لاسی توپ وهنه او ورو توپ اچونه کوي.

هغه شپږ فوټه قد لري، په ۲۰۰۱ کال د استرالیا لپاره نړیوال کرکټ ته راغی او تر ۲۰۱۰ کاله پورې لوبې کړي دي. نوموړي د هند په تجارتي لیګ (ای پي ایل) د کینګز الیون پنجاب لپاره هم لوبېدلی دی.

سایمن لومړنۍ ټیسټ لوبه د ۲۰۰۱ کال په اګست کې د انګلستان او وروستۍ یې هم د یاد هېواد پر وړاندې د ۲۰۱۰ کال په دسمبر کې ترسره کړه.

هغه ټولې ۵۶ ټیسټ لوبې ترسره کړي او په دې لوبو کې یې ۴۱۸۸ منډې جوړې کړي، چې لس سلیزې او پنځه ویشت نیمه سلیزې پکې شامل دي او ترټولو غوره توپ وهنه یې د ۱۵۷ منډو ترسره کول دي.

دغه راز لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه یې د ۲۰۰۱ کال په جنورۍ کې د زمبابوې او وروستۍ د ۲۰۰۶ کال د سپتمبر په میاشت د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کړه.

هغه ټولې ۴۵ یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي او په دې لوبو کې یې ۱۳۲۴ منډې کړي دي، چې یوه سلیزه او نهه نیمه سلیزې پکې شاملې دي او ترټولو غوره توپ وهنه یې د ۱۰۷ ناسوځېدلو منډو ترسره کول دي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …