کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څو میاشتې وروسته د بیټ کواین قیمت لوړ شو

څو میاشتې وروسته د بیټ کواین قیمت لوړ شو

بیټ کواین، چې د نړۍ ترټولو مشهوره کرپټو کرنسي ده او ډېره موده یې په قیمت کې لوړوالی نه و راغلی، څو میاشتې وروسته یې په قیمت کې لوړوالی راغلی دی.

د رویټرز خبري آژانس د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د جمعې په ورځ د یو بیټ کواین په قیمت کې پنځه سلنه ډېروالی راغلی دی.

په دې سره د یو بیټ کواین په قیمت ۴۹ زره او ۱۰۶ ډالرو ته پورته شوی، چې دا تقریباً له څلور میلونه افغانیو سره برابرېږي او دا د روان کال له میۍ وروسته د بیټ کواین په قیمت کې ریکارډ ګڼل کېږي.

بل لوري ته د اتیریم کرپټو کرنسۍ پلورل او پیرل په درې زره او دوه سوه ډالر دي او ترڅنګ د یوې ډوج کواین قیمت بیا یو دیرش سینټه کېږي.

د یادولو وړ ده، چې روان کال د بیټ کواین په قیمت کې تر ډېره حده بدلونونه واقع شول، خو کله چې ایلون ماسک د بیټ کواین په اړه خبرې وکړې نو قیمت بیا پورته شو.

دا هم ولولئ

په دې موبایلونو کې به جي میل، یوټیوب او نورې مهمې اپلیکیشنې نور کار نه کوي

ګوګل د اندراید کاروونکې په لویه ستونزه کې واچول او پرېکړه یې کړې چې د …