کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ناتن ایلیس په ای پي ایل کې له پنجاب کینګز لوبډلې سره تړون وکړ

ناتن ایلیس په ای پي ایل کې له پنجاب کینګز لوبډلې سره تړون وکړ

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي، چې چټکه توپ اچونه کوي، د هند تجارتي لیګ په پاتې لوبو کې له پنجاب کینګز لوبډلې سره لاسلیک وکړ.

د یو راپور پر اساس ویل کېږي، چې ناتن ایلیس وړاندې له دې چې له پنجاب کینګز لوبډلې سره د پنجشنبې په شپه تړون لاسلیک کړي، د ای پي ایل د دریو نورو لوبډلو تر څار لاندې و.

ناتن ایلیس وروسته له هغې د کرکټ مینوالو او شنونکو پام ځانته واړوو، کله چې هغه د بنګله دیش پر وړاندې لوبلړۍ ته غوره شو او په لومړۍ لوبه کې یې د هیټریک په کولو سره د کرکټ مینوال حیران کړل.

نوموړی دغه راز د استرالیا د کرکټ بورډ له لورې د شل اوریزه نړیوال جام په لوبډله کې په دریو کې اختیاطي لوبغاړو کې هم شامل شوی او د استرالیا کرکټ له لورې د هغه د تړون لاسلیک هم تایید شوی دی.

ناتن ایلیس چې اوسمهال شپږ ویشت کاله عمر لري، په دوو نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یې ګډون کړی او پنځه ویکټې یې ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …