کورپاڼه / خبرونه / له یوې هندي رسنۍ سره د حشمت الله شاهدي مرکه+ویډیو

له یوې هندي رسنۍ سره د حشمت الله شاهدي مرکه+ویډیو

حشمت الله شاهدي، چې د افغان لوبډلې یو له غوره او تکړه لوبغاړو څخه دی او په دې وروستیو کې د یوه ورځنیو او ټیسټ لوبو لوبډلمشري هم ورکړل، له یو هندي چینل سره مرکه کړې، چې دلته به یې پوښتنې او ځوابونه ولولو.

۱ پوښتنه: د هغه خوړو نوم واخلئ، چې پرته له هغې ژوند نه شئ کولی؟ ځواب: ماهيان

۲ پوښتنه: د افغانستان ترټولو لټ لوبغاړی څوک دی؟ ځواب: محمد شهزاد

۳ پوښتنه: د هغه لوبغاړي نوم واخلئ چې په لوبډله کې ځان تر نورو ډېر ګوګل حسابوي؟ ځواب: افسر ځاځی.

۴ پوښتنه: تر ټولو په زړه پوری تجارتي لیګ کوم دی؟ ځواب: ای پي ایل

۵ پوښتنه: له چا اغېزمن یئ؟ ځواب کومارا سنګکارا

۶ پوښتنه: هغه وروستی شی چې له خوب وړاندې یې ګورئ، څه شی دی؟ ځواب: موبایل

۷ پوښتنه: د راشد خان په اړه یو داسې څه ووایي چې نور پرې نه پوهېږې؟ ځواب: هغه له لوبې وروسته سیده جیم ته ځي.

۸ پوښتنه: هغه فلم چې ستا ډېر خوښېږي؟ ځواب: دنګل فلم

۹ پوښتنه: د کرکټ کوم فارمټ دې خوښېږي؟ ځواب: ټیسټ

۱۰ پوښتنه: د نړۍ ترټولو غوره لوبغالی کوم دی؟ ځواب: لارډز

۱۱ پوښتنه: هغه څه شی دی چې غواړئ له ډهوني یې غلا کړئ؟ ځواب: آرامتیا

۱۲ پوښتنه: د هغه نوم واخلئ چې په رخصتۍ کې ورته چکر وهل غواړئ؟ ځواب: نیوزیلېنډ

۱۳ پوښتنه: د کرکټ له نړۍ غوره ملګری مو څوک دی؟ ځواب: نورعلي ځدران.

۱۴ پوښتنه: په خوراک کې څه شی خوښوې؟ ځواب افغاني پلاو یا ورېژې.

۱۵ پوښتنه: په ای پي ایل کې د کومې لوبډلې لپاره لوبېدل غواړئ؟ ځواب: رایلز چیلینجر بېنګلور.

۱۶ پوښتنه: د هغه پخواني توپ اچونکې نوم واخلئ چې غواړئ ورسره مخ شئ؟ ځواب: وقار یونس.

۱۷ پوښتنه: له کوم مشهور شخص سره مینه لرئ: ځواب: کیارا ایدواني

۱۸ پوښتنه: درې هغه کلمې چې ستاسو ۲۰۰ منډې تشریح کوي؟ ځواب: هڅونه، خوښي او ویاړ.

۱۹ پوښتنه: هغه اپلیکیشنې چې ډېر یې استعمالوئ؟ ځواب: انستاګرام او وټساپ

۲۰ پوښتنه: اوسنی د خوښې لوبډله دې؟ ځواب: هند

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …