کورپاڼه / خبرونه / ((تر هغې چې مرکزي بانک او شخصي بانکونه نه وي پرانیستل شوی، شهزاده سرای به هم تړلي وي))

((تر هغې چې مرکزي بانک او شخصي بانکونه نه وي پرانیستل شوی، شهزاده سرای به هم تړلي وي))

د طالبانو په راتګ سره تقریباً ټول دولتي او شخصي کارونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي او هیڅوک زړه نه ښه کوي چې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

په دې لړ کې شهزاده سرای، چې د هېواد یو له لویو سوداګریزو مرکزونو څخه دی، هم تړل شوی او تر اوسه یې د بیا پرانیستلو په اړه دقیق معلومات نشته.

د شهزاده سرای د فیسبوکپاڼې د معلومات پر اساس ویل کېږي، چې دوی تر هغې سرای تړلې ده، ترڅو چې ستونزه نه وي حل شوي او مشرانو یې ورته لازمه پرېکړه نه وي اورولي.

راپور د شهزاده سرای د فیسبوکپاڼې په حواله زیاتوي، ترهغې چې د افغانستان مرکزي بانک او نور شخصي بانکونه تړلی وي، ترهغې دوی هم خپل خدماتو ته دوام نه ورکوي.

دې چارې د ټولو هېوادوالو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. هغوی له اړوندو مسولینو غوښتنه کوي چې د بانکونو او شهزاده سرای د بیرته پرانیستلو لپاره جدي هڅې وکړي.

دا هم ولولئ

ډېر ژر به د ایل ایل سي په نوم لیګ هم پیل شي

د کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د پخوانیو او تقاعد شوو …