کورپاڼه / خبرونه / افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د لوبو لپاره په بدیل سفر کار روان کړی

افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د لوبو لپاره په بدیل سفر کار روان کړی

افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د دریو یوه ورځنیو لوبو لپاره، چې د سوپر لیګ لوبو برخه دي، په بدیل سفر کار پیل کړی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې کرکټ بورډ له پاکستان سره د لوبو لپاره د سفر په بدیلو لارو غور پیل کړی او په راتلونکو څو ساعتونو کې به یې په اړه رسمي اعلان وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان کرکټ بورډ ویلي ول، چې تر هغې پورې لوبډله نه اعلانوي او نه هم روزنیز کیمپ په لار اچوي، ترڅو چې د لوبو دقیقه نېټه نه وي څرګنده شوي.

افغان لوبډله چې یادو لوبو ته په بشپړ ډول اماده ده او اوس یې وروستی روزنیز کیمپ هم په کابل کې دوام لري، د سفرونه د بندیز له امله یې سرنوشت نامعلوم دی.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان او په پاکستان ترمنځ درې یوه ورځنۍ لوبې د افغانستان په کوربتوب په سریلانکا کې ترسره کېږي، چې ښایي د سپتمبر تر ۹مې نېټې دوام ولري.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …