کورپاڼه / روغتيا / هره ورځ مویز یا کشمش خوړل په بدن کې څه بدلون راولي؟

هره ورځ مویز یا کشمش خوړل په بدن کې څه بدلون راولي؟

هره ورځ د مویزو یا کشمش خوړل په بدن کې کوم بدلونونه راولي، دا یوه داسې پوښتنه ده که چېرته یې په ځواب پوه شوئ، نو ښایی په ډېره لوړ بیه یې هم ترلاسه کړئ او ګټه ترئ پورته کړئ.

د بولډ سکایي د ویبپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي، چې کشمش یا مویز پنځه ډېرې حیرانوونکې ګټې لري او دغه ګټې په لندن کې د یوې څېړنې له مخې څرګندې شوي دي.

څېړنه وایي چې مویز یا کشمش د انسان پوستکی د عمر په ډېرېدو سره له شته اغېزو او ګونځو څخه خوندي ساتي او ترڅنګ یې د انسان په بدن کې د وینې جریان ښه ساتي.

دغه راز که چېرته غواړئ چې روغ او صحت غاښونه ولرئ نو اړینه ده چې کشمش یا مویز وخورئ، ځکه چې دا داسې کیمیاوي مواد لري چې پوستکی د لمر له اغېزو خوندي ساتي او که چېرته په منظم ډوا وخوړل شي نو ویښته له سپینوالی څخه ساتي.

کشمش د ویټامین سي او فولاد په درلودلو د منرالونو په جذبولو کې ګټور تمامېږي او ترڅنګ یې د ښکلو او ځلېدونکو ویښتانو لپاره یې په منظم ډول استعمال اغېزمن ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …