کورپاڼه / خپلواک / هند د بنګله دېش لوبډله ماته او نوی ريکارډ يې جوړ کړ
هند لوبډله

هند د بنګله دېش لوبډله ماته او نوی ريکارډ يې جوړ کړ

خپلواک وېبپاڼه (۲۴ نومبر ۲۰۱۹): هند په دويمه ټېسټ لوبه کې د بنګله دېش لوبډلې ته ستره ماته ورکړه چې نه یوازې دا چې لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه، بلکې يو نوی ريکارډ يې هم جوړ او په خپل نوم کړ.

نننۍ سيالي د هند څلورمه پرلپسې سيالي وه، چې مخالفې لوبډلې ته يې په یوه پاڼۍ او منډو ماته ورکړه او لومړنۍ لوبډله شوه چې دغه ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

د هند او بنګله دېش په دويمه ټېسټ لوبه کې بنګله دېش لومړی پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

بنګله دېش په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۰۶ منډې وکړې، چې شادمن اسلام ۲۹ او ليتون داس ۲۴ منډې ترلاسه کړې. د هند له لوري ايشانت شرما ۵، يومېش يادو ۳ او محمد شامي ۲ لوبغاړي وسوځول.

هند په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۷ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ډيکلير يا ختمه کړه، د دوی له لوري ويراټ کوهلي ۱۳۶، چيتيشور پوجارا ۵۵ او اجينکی ريهانی ۵۱ منډې وکړې.

د بنګله دېش له لوري الامېن حسېن او عبادت حسېن ۳-۳ او ابو جاوېد ۲ ويکټې ترلاسه کړې.

په دويمه پاڼۍ کې د بنګله دېش لومړني څلور توپوهونکي ژر ژر وسوځېدل چې ټولو ۱۱ منډې وکړې، همدا راز مشفيق الرحيم بيا زياتې ۷۴ منډې ترلاسه کړې.

په دويمه پاڼۍ کې د بنګله دېش ټول لوبغاړي په ۱۹۵ منډو وسوځېدل او په يوه پاڼۍ او ۴۶ منډو يې له هند لوبه وبايلله.

د هند له لوري يومېش يادو ۵ او ايشانت شرما ۴ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ايشانت شرما ترلاسه کړه او همدا راز د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه هم نوموړي ته ورکړل شوه.

په دې سره هند د دوه ټېسټ لوبو په لوبلړۍ کې بنګله دېش مات کړ، همدا راز نوی ريکارډ يې هم په خپل نوم کړ چې په ۴ ټېسټ سیاليو کې يې پرلپسې په پاڼۍ او منډو بريا خپله کړه. تر دې مخکې هند د سويلي افريقا سره دوه ټېسټ سيالۍ کړې وې چې په پاڼۍ يې ترې ګټلې وې او له بنګله دېش يې هم دواړه ټېسټ سيالۍ په پاڼې وګټلې.

هند د ټېسټ سياليو نړيوالۍ اتلولۍ يا چېمپينشپ کې دا ۷مه لوبه ترسره کړه چې ټولې لوبې يې ګټلي او ۳۶۰ نومرو په لرلو سره په سر کې ده. تر هغه وروسته بيا د اسټراليا لوبډله ده چې ۱۱۶ نومرې لري.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …