کورپاڼه / روغتيا / ولې ځینې کسان په خوب کې د ګرځېدلو عادت لري؟

ولې ځینې کسان په خوب کې د ګرځېدلو عادت لري؟

ځینې کسان په خوب کې د ګرځېدلو عادت لري او دا یوه داسې ستونزه ده چې په عام ډول یې څوک په علت نه پوهېږي، نن ورځ موږ هڅه کړې ترڅو ساینسي لامل یې دروښیو.

په خوب کې ګرځېدل کوم عادت نه دی او نه ورته د عادت نوم ورکولی شو، بلکې دا یوه ناروغي ده، چې ځینې کسان ورسره مخ کېږي او د خوب پرمهال ګرځي او د (Somnambulism) په نوم یادېږي.

په خوب کې د ګرځېدو لاملونه څه کېدلی شي؟ لومړی لامل یې ارثي دی، یعنې نسل په نسل دغه ناروغي راروانه وي. دویم لامل یې د خوب کمښت یا ډېره ستړیا ده.

دغه راز په خوب کې خلل یا (sleep apnea) هم ددې ناروغۍ لامل کېدلی شي. دا ناروغي ډېر وخت په ماشومتوب او د ځوانۍ په لومړیو پړاوونو کې وي او په لویانو کې ډېره لږه وي.

په دې ناروغۍ اخته کسان چې په خوب کې کوم کار ترسره کړي، کله چې راویښ شي نو په هیڅ هم نه وي خبر، ځکه دوی له یاد حالت څخه په وتو ټول هغه کارونه هېروي چې ترسره کړي یې وي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …