کورپاڼه / جالب / هغه ماشوم چې له خوړو څخه د وېرې ناروغي لري

هغه ماشوم چې له خوړو څخه د وېرې ناروغي لري

یو دولس کلن انګلستانی ماشوم په ډېره نایابه ناروغۍ اخته دی او په همدې سبب هغه خوراک نه شي کولی او یوازې هغه مستې خوري چې د مېوو اجزاوې لري او ترڅنګ یو ډول ځانګړې ډوډۍ استعمالوي.

دغه ماشوم، چې ایشټن نومېږي، له تېرو لسو کلونو راهیسې په دې ناروغۍ اخته دی، چې په سبب یې نه یوازې د هغه والدین او استادان خپه دي، بلکې ملګري یې هم ډېر اندیښمن دي.

په پیل کې د ایشټن والدینو داسې ګڼله چې هغه هم د نورو ماشومانو په څېر نخرې کوي، خو چې هر څومره هڅه یې وکړه د ایشټن حالت خرابېده. هغوی تل هغه ډاکترانو ته هم بوتلو، چې هغوی یې په ناروغۍ نه پوهېدل او ستونزه هماغسې دوامداره وه.

د وخت په تېرېدو ایشټن د خوړو له بوی څخه هم وېره پیدا کړه او د کورنۍ غړو سره یې یوځای خوراک بس کړ او له ټولو بېل یې په هغه مستو او ځانګړې ډوډۍ وخت تېروو، چې ځانته به یئ اخیستله.

په ښوونځي کې هم هغه د یاد عادت په لرلو سره ملګري پیدا کړل، خو شپږ میاشتې وړاندې کله چې ایشټن د خوراکي توکو د یوه کارپوه له لورې معاینه شو، نو ناروغي یې تشخیص شوه او دې اروایي ناروغۍ ته (فوډ فوبیا) ویل کېږي او له درملنې وروسته اوس هغه ډېر شیان خوري.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …