کورپاڼه / روغتيا / که غواړئ ځیګر، ګردې او دماغ مو پیاوړي شي، انګور وخورئ

که غواړئ ځیګر، ګردې او دماغ مو پیاوړي شي، انګور وخورئ

که چېرته تاسې د انګورو له حیرانوونکو ګټو څخه پوه یاست، نو ټول عمر به د انګورو له استعمال څخه ګټه پورته کوئ. انګور په عموم کې په زېړ او تور رنګ سره موندل کېږي، چې خام یې تروش خو پاخه یې خوږ خوند لري.

د انګور خاصیت کله چې پاخه وي ګرم او که خام وي سوړ ګڼل کېږي او په هغه اندازه باید وخوړل شي چې معده یې د هضم وړتیا ولري او د درملو په توګه هم د استعمال وړ دي.

انګور یو له هغه مېوو څخه دي چې ډېر غذایي توکي لري او ژر تر ژره هضمېږي، د وینې په پیدا کولو کې مرسته کوي او ترڅنګ یې وینه پاکوي.

هغه کسان چې کمزوری وي او غواړي چې بدن غټ کړي انګور دي وخوري. انګور اسهال هم راولي او خام انګور د قبض لپاره ګټور وي او اسهال ته ګټور وي او هغه کسان چې د معدې او ګیس ستونزه لري، هغوی ته هم ګټور وي.

انګور د کاربوهایډریټ، پروټین، ویټامین ای، ویټامین سي، کلسیم او اوسپنې په درلودلو سره د روغتیا لپاره ګټور وي. هغه کسان چې د ځیګر، دماغو او ګردو پیاوړتیا غواړي، انګور دې وخوري.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …