کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د رایلز چینلنجر بېنګلور لوبډلې د توپ وهنې روزونکی له خپلې دندې لاس په سر شو

د رایلز چینلنجر بېنګلور لوبډلې د توپ وهنې روزونکی له خپلې دندې لاس په سر شو

د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) د رایلز چینلنجر بېنګلور لوبډلې د توپ وهنې روزونکی سایمن کاتیچ، چې ۴۶ کاله عمر لري، له خپلې دندې لاس په سر شو.

د رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي چې د بېنګلور لوبډلې (RCB) مشر روزونکی سایمن کاتیج خپلې دندې د لاس په سر کېدو پرېکړه کړې ده.

تر اوسه پورې لامل نه دی څرګند شوی، چې هغه ولې له خپلې دندې لاس په سر شو، خو راپورونه د هغه لېرې کېدل ځینې شخصي ستونزې په ګوته کوي او وایي چې د هغه پرځای میک هیسن د مشر روزونکې په توګه ټاکل شوی دی.

سایمن کاتیج، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۰ کاله پورې د استرالیا لپاره ۱۰۱ ټیسټ او یوه ورځنۍ لوبې کړي او په دې لوبو کې ۵۵۱۲ منډې جوړې کړي دي.

دغه راز میک هیس، چې د یادې لوبډلې ډایریکټر دی،   ۴۶ څلویښت کاله عمر لري او د نیوزیلېنډ اوسیدونکی دی، له دې وړاندې د نیوزیلېنډ او کینیا لوبډلو مشر روزونکی هم پاتې شوی دی.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …