کورپاڼه / خپلواک / افغان باکسر سهېل احمد له انګليسي باکسر ډايلين ډراپر سره مخ کېږي
سهېل احمد

افغان باکسر سهېل احمد له انګليسي باکسر ډايلين ډراپر سره مخ کېږي

خپلواک وېبپاڼه (۲۴ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان پروفېشنل باکسر سهېل احمد په خپله راتلونکې سيالۍ کې د انګلستان د پروفېشنل باکسر ډايلين ډراپر سره د باکسنګ مېدان ته کوزېږي.

ويل کېږي چې افغان باکسر سهېل احمد او ډايلين ډراپر دواړه سخت سيالان دي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه به د انګلستان په يارک هال کې سيالي ترسره کړي.

سهېل احمد چې د باکسنګ يا سوکوهنې په ډېرو نړيوالو لوبو کې يې ګډون کړی دی، ډېرې لوبې يې ګټلي دي او د افغانستان نوم يې په انګلستان کې ځلولی دی.

نوموړی د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې له ډېر وخت راهيسې په انګلستان کې ژوند کوي. هغه تېر ځل افغانستان ته هم راغلی و او د خپلې يوې مسابقې لپاره يې په افغانستان کې تمرينات ترسره کړل.

نوموړي د سوکوهنې يا باکسنګ په ۱۴ رسمي نړيوالو سياليو کې ګډون کړی دی چې په دغه سياليو کې يې په ۱۳ سياليو کې بريا خپله کړې او يوازې ۱ سيالۍ کې يې ماته خوړلې ده.

سهېل احمد خپلواک ډاټ کام سره په خپلو خبرو کې وويل، چې له افغانستان سره ډېره مينه لري او هر ځل چې د سيالۍ مېدان ته ورکوزېږي، نو سترګو ته يې خپل هېواد او خپل درې رنګه بېرغ ولاړ وي.

هغه وايي چې هڅه يې دا ده چې د لوبو پر مټ د افغانستان نوم په نړۍ کې روښانه کړي او خپلو هېوادوالو ته خوشحالۍ راوړي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …