کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالۍ لغوه شوې؟
افغانستان او پاکستان

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالۍ لغوه شوې؟

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ لغوه شوې ده، چې ویل کېږي د دواړو کرکټ بورډونو له خوا به یې په یوه ورځ کې دننه په اړه معلومات له خلکو سره شریک شي.

یوې پاکستاني رسنۍ د دغه سیالیو په اړه یو خبر خپور کړی دی او ویلي یې دي، چې د پاکستان کرکټ بورډ یوې سرچینې ورته د یادو سیالیو د لغوه کېدو خبر تایید کړی دی.

په راپور کې راغلي دي، چې دا سیالۍ په سریلانکا کې د لګېدلي ګرځبندېز او لوجیستیک ستونزو له امله لغوه شوې. تر دې مخکې بیا تېره ورځ د پاکستان کرکټ بورډ د لوبډلې اعلان او د پاکستان لوبډلې تمریناتي کمپ هم لغوه کړی و.

د پاکستان کرکټ بورډ ویاند رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي و، چې د افغانستان کرکټ بورډ ورسره د لوبو مهالوېش او د تګ پلان نه دی شریک کړی او دوی هغې ته په تمه دي، چې له هغه وروسته به بیا پرېکړه کوي.

د یادولو وړ ده چې دا لوبې د ای سي سي راتلونکي نړیوال جام ته د لارموندنې سیالۍ وه، چې افغانستان یې کوربه توب په غاړه درلود او په سریلانکا کې یې ترسره کولې. افغانستان یادو سیالیو ته خپله لوبډله هم اعلان کړې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ تراوسه پورې په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …