کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ساوترن د سل بالیز ليګ د اتلولۍ جام وګاټه

ساوترن د سل بالیز ليګ د اتلولۍ جام وګاټه

په انګلينډ کې د سل توپونو ليګ پايلوبه تېره شپه د ساوترن برايف او برمنګهم پونيکس ترمنځ ترسره شوه چې برايف لوبډلې وګټله.

په لومړي ځل د ترسره کيدونکي سل توپونو ليګ پايلوبه، چې تېره شپه په لارډز کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د ۳۲ منډو په توپير د ساوترن برايف لوبډلې په ګټلو پای ته ورسېده.

لومړی توپ وهنه ساوترن لوبډلې وکړه او پونيکس ته يې په سل توپونو لوبولو سره ۱۶۹ منډي هدف وټاکه، چې پونيکس لوبډله يې په پوره کولو بريالۍ نه شوه او د دوه دېرش منډو په توپير يې د اتلولۍ جام وبايلو.

په دغه ليګ کې زياتې منډې د انګلينډي لوبغاړي ليام ليوينګسټن وې او ويکټې بيا د څلورو لوبغاړو راشد خان، عادل رشيد، مارچنټ ډي لنګ او اډم ميلن دولس ـ دولس وې، چې په اوسط سره په لومړي مقام کې اډم ميلن ځای ونيوه.

د سل توپونو ليګ، چې په لومړي ځل په انګلينډ کې ترسره شو، چې تيره شپه د دواړو ليګونو پايلوبې ترسره شوې او د نارينه وو اتلولي ساوترن برايف او د ښځينه وو اووال لوبډلي وګټله.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …