کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بین سټوکس د ای پي ایل ليګ پاتې لوبو کې نه لوبېږي

بین سټوکس د ای پي ایل ليګ پاتې لوبو کې نه لوبېږي

انګلينډی کیڼ لاسی الراونډر لوبغاړی، د هند غوره ليګ پاتې لوبو کې د راجستان په ګټه لوبېدو ته زړه نه ښه کوي او د نه لوبېدو پرېکړه يې کړې ده.

نوموړی، چې د کال ۲۰۲۱ ای پي ایل ليګ کې، راجستان لوبډلې د خپل لوبغاړو په قطار اخيستی وو، د پنجاب په وړاندې لوبه کې د ګوتې د زخمي کېدو له امله له ليګ څخه ولاړ او راجستان لوبډله يې له لوبو بې برخې شوه.

راجستان لوبډلې د ۲۰۲۱ کال د ليګ د بولۍ په مراسمو کې بين سټوکس په ۱۲.۵ پنځه کروړه هندي روپيو واخيست او ددې لوبډلې لپاره يواځې په محدودو لوبو کې له لوبېدو وروسته زخمي او انګلينډ ته ستون شو.

بین سټوکس تېره مياشت د ذهني او روحي ارامتيا په خاطر تر نامعلومه نېټې له کرکټ کولو څخه وقفه واخيسته، چې همدا وقفه يې په ای پي ایل ليګ کې د نه لوبېدو لامل دی.

د ۲۰۲۱ کال هند غوره ليګ پاتې يو دېرش سيالۍ د سپټمبر مياشت په نولسمه نېټه په عربي اماراتو کې پيليږي او د اکټوبر مياشت په پنځلسمه نېټه پای ته رسېږي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …