کورپاڼه / هنر او کلتور / هغه شپږ هندي فلمونه چې په افغانستان کې جوړ شوي دي

هغه شپږ هندي فلمونه چې په افغانستان کې جوړ شوي دي

آیا پوهېدئ چې د بالیووډ ځینې فلمونه داسې هم دي، چې په افغانستان کې جوړ شوی دی او دا فلمونو ځینې څو لسیزې وړاندې جوړ شوي او ځینې څو کلونه وړاندې.

دھرماتما:

هندي اداکاره هیما مالني او اداکار فیروز خان د دهرماتما فلم د ثبت لپاره کابل ته راغلي ول او دا د بالیووډ لومړنی فلم دی چې په افغانستان کې جوړ شو او په ۱۹۷۵ کال خپور شو. هیما مالني رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان ډېر هېواد دی او موږ به هلته له پیازو او پیاڅو سره ډوډۍ خوړله.

خدا ګواہ:

د امیتاب او سري دېوي فلم خدا ګواه، چې په ۱۹۹۲ کال خپور شو، په افغانستان کې جوړ شوی. امیتاب بچن د فلم په اړه وایي چې موږ ته ډېر پروتوکول راکړل شو، پوځیان ول او ټانګونه ولاړ ول، یو وېروونکی منظر و او دې فلم د افغانستان په تاریخ کې ډېر کتونکې لرل.

جانشین:

د اداکار فردین خان او سلینا جیټلي فلم جانشین، چې په ۲۰۰۳ کال خپور شو، دا فلم هم یو له هغه فلمونو څخه دی چې په افغانستان کې جوړ شوی دی.

کابل ایکسپریس:

دغه فلم، چې په ۲۰۰۶ کال خپور شو، ډېرې برخې یې په افغانستان کې جوړې شوي دي، ددې فلم مرکزي لوبغاړي جان ابراهام او ارشد وارثي دي.

ایجنټ وینود:

دغه فلم، چې په ۲۰۱۲ کال خپور شو، په افغانستان کې جوړ شوی، چې مرکزي رول پکې سیف علي خان او کرینه کپور لوبولی دی.

تور باز:

تور باز د سنجي دت او نرګس فخري فلم دی، چې په ۲۰۲۰ کال خپور شو او ددې فلم ډېرې برخې هم په افغانستان کې جوړې شوي دي.

دا هم ولولئ

حریم شاه، مشهور مولانا طارق جمیل ته د واده پېغام لېږلی

د پاکستان مشهورې ټک ټاکرې حریم شاه د پاکستان مشهور عالم مولانا طارق جمیل ته …