کورپاڼه / روغتيا / کوم ډول تېل د روغتیا او ښکلا لپاره ګټور وي؟

کوم ډول تېل د روغتیا او ښکلا لپاره ګټور وي؟

د الله تعالی له لورې په هر یو تخلیق شوي شي د انسان لپاره حتماً یوه نه یوه نغښتې وي، خو غوړ ډېر وخت د روغتیا لپاره زیانمن وي، خو له ګلونو څخه ترلاسه شوي غوړ یا تېل د روغتیا او ښکلا لپاره ګټور وي.

له بېلابېلو شیانو څخه تیار شوي تېل له ناروغیو څخه د ژغورنې او د ښې روغتیا لپاره ګټور وي، ځکه چې له بېلابېلو سبزیجات، مېوو او ګلونو څخه ترلاسه کېږي او په بازار کې په ارزانه بیه ترلاسه کېږي.

ارهنډ تېل هم یو له دې جملې ګټور تېل دي، چې د بکتریا ضد ځانګړتیا لري او سوخت له منځه وړي. دغه راز دفاعي سیستم پیاوړی کوي، د ویښتانو، مخ او لاسونو لپاره ګټور وي او د پوستکي د دانو او ښکلا لپاره اغېزمن تمامېږي.

بل لوري ته د کوپرې تېل هم د بکتریا او فنګس ضد ځانګړتیا او بېلابېل ویټامین او منرالونه لري او فیټي اسید هم لري چې پر روغتیا مثبتې اغېزې لري. دغه راز وزن کموي، د ګردو او دفاعي سیستم لپاره ګټور وي او د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي.

د بادامو تېل هم د ویټامین، پروټین، پوتاشیم، میګنیزیم او فاسفورس لري، چې د ډېرو ناروغیو مخنیوی کوي او د پوستکي لپاره ګټور وي او د زیتونو تېل د روغتیا لپاره اغېزمن وي، د زړه د حملې، فلج او له الزایمر څخه خوندیتوب رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …