کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / محمد نعیم ۲۲ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

محمد نعیم ۲۲ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

محمد نعیم، چې بشپړ نوم یې محمد نعیم شیخ دی، د ۱۹۹۹ کال د اګست په ۲۲مه نېټه زېږېدلی دی، هغه په کیڼ لاس توپ وهنه کوي او له ۲۰۱۹ کال راهیسې د بنګله دیش لپاره نړیوال کرکټ کوي.

هغه لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې له زمبابوې او وروستۍ یې د ۲۰۲۱ کال د میۍ په میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړه. هغه ټولې دوه یوه ورځنۍ لوبې کړي، خو یوازې یوه منډه لري.

دغه راز لومړنۍ شل اوریزه لوبه یې د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې د هند پر وړاندې او وروستۍ یې بیا د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د استرالیا پر وړاندې ترسره کړې ده.

محمد نعیم ټولې ۱۷ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي ۴۶۵ منډې لري، چې دوه نیمه سلیزې پکې شامل دي او ترټولو غوره منډې یې د ۸۱ منډو کول دي.

دغه راز ۶ فرسټ کلاس لوبې یې کړي چې ۱۸۳ منډې یې کړي، چې یوه نیمه سلیزه پکې هم شامله ده او ترټولو غوره توپ وهنه یې د ۶۵ منډو ترسره کول دي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …