کورپاڼه / تجارتي ليګونه / په لومړي ځل سينګاپوری لوبغاړی ای پي ایل ليګ ته واخيستل شو

په لومړي ځل سينګاپوری لوبغاړی ای پي ایل ليګ ته واخيستل شو

د سينګاپور کرکټ ملي ټیم لوبغاړی ټايم ډيويډ، د هند غوره ليګ پاتې سياليو ته د بېنګلور لوبډلې لخوا واخيستل شو.

پنځويشت کلن الراونډر لوبغاړی ټايم ډيويډ آف بريک توپ اچوونکی او ښی لاسی منځنۍ سطحې توپ وهوونکی دی، چې د سينګاپور لپاره يې نهه څلويښت شل لوبې ترسره کړي دي.

ډيويډ دوه کلن وو، چې کورنۍ يې له سينګاپور څخه اسټراليا ته کډه شوه، نوموړي اسټراليا کې اته کلنۍ عمر کې کرکټ پيل کړ او نولس کلن وو، چې د انګلينډ په نورتحيست پريمير ليګ کې يې لوبې وکړې.

نوموړي د ۲۰۲۱ کال په پي اس ايل ليګ دوهم پړاو لوبو کې د لاهور قلندرز سره د پاتې سياليو لپاره ولوبېد او پېښور زلميو په وړاندې يې په ۳۶ توپونو ۶۴ منډې جوړې کړې او ټولې يې شپږ لوبې په ياد ليګ کې ترسره کړې‌.

بنګلور لوبډلې د پاتې لوبو لپاره پرون د ډيويډ په ګډون سريلانکايي ليګ سپينر وانيندو هسرنګا، دوشمنتها چميرا لوبډلي کي د اډم زمپا، فين الين او ډينيل سامز پرځای اضافه کړل.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …