کورپاڼه / خبرونه / عزیزالله فضلي یو ځل بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس وټاکل شو

عزیزالله فضلي یو ځل بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي یو ځل بیا د کرکټ بورډ د عمومي رییس په توګه وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ د فیسبوکپاڼه د راپور پر اساس ویل کېږي، چې عزیزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست عمومي رییس په توګه وټاکل شو.

له تېرو څو ورځو راهیسې د کرکټ بورډ په عمومي ریاست پسې یو شمېر لوبغاړو او ځینو نورو کسانو هڅې کولې، چې په دې نړملړ کې اضغر افغان، عبدالله مزاری، فضلي او نور هم شامل و.

عزیزالله فضلي له دې وړاندې، د عاطف مشعل له لیرې کېدو وروسته د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل شوی و، چې بیا ډېره کمه موده په دغه چوکۍ پاتې شو او له هغه وروسته بیا فرهان یوسفزی وټاکل شو، چې تراوسه پورې د عمومي رییس په توګه پاتې و.

عزیزالله فضلي په ۲۰۱۹ کال کې له نړیوال جام مخکې اصغر افغان هم له لوبډلمشرۍ لیرې کړی و او ویل کېدل چې د کرکټ مافیا ختمولو لپاره يې مټ رابډوهلي دي

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …