کورپاڼه / اسلام / ولې رسول الله (ص) ناروغ ته له خوراک منع فرمایلې؟

ولې رسول الله (ص) ناروغ ته له خوراک منع فرمایلې؟

په ترمذي او ابن ماجه کې عقبه بن عامر جهني رضي الله عنه حدیث شریف روایت کوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي خپلو ناروغانو ته په زور څه مه ورکوئ، ځکه چې هغوی ته الله تعالی خوراک او څښاک ورکوي.

په دې اړه ځینو علماء کرامو څېړنې کړي ترڅو معلومه کړي چې په دې خبره کې څومره حکمت پروت دی او ترټولو حکمت یې دادی کله چې ناروغ خوراک نه کوي نو په سبب یې طبیعت نور هم خرابېږي.

لوږه پخپله د بدن د غړو د غذا د ترلاسه کولو نوم دی، کله چې طبیعت خراب شي نو په دې هڅه کې وي چې هغه بهر وباسي، نو دغه وخت یې له خوراک او څښاک سره هیڅ کار نه وي، نو که په دې حالاتو کې په ناروغ خوراک وکړای شي نو طبیعت بیا له هغه مادې سره کار نه لري چې ناروغي رامنځته کړي او د ناروغۍ شدت ډېرېږي.

ناروغ ته په هغه حالت کې د غذا اړتیا وي، چې انرژي یې کمه شي نه دا چې دغه غذا ورته زیانمنه تمامه شي او په دې حالاتو کې باید ښه غذا ورکړل شي لکه د ګلاب اوبه او نور.

دغه راز د چرګ ښوروا چې ښه بوی لرونکې مساله ولري او هغه خوراکي توکي چې د بدن لپاره ګټور وي، نو اړینه ده چې د طبیعت د ښه والي هڅه وشي نه دا چې حالت یې نور هم ګډوډ کړي.

دا هم ولولئ

د مڼې سرکه د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي

الله تعالی په طبیعت کې د انسان لپاره ډېر نعمتونه برابر کړي، چې یو له …