خپلواک وېبپاڼه (٢٤ نومبر ٢٠١٩): د افغان لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او اوسنى لوبغاړى ګلبدين نايب وايي، چې ډېر هېوادونه يې ليدلي دي، خو هغه ښکلا چې افغانستان يې لري، بل هېڅ هېواد يې نه لري.
ګلبدين نايب چې په هند هېواد کې يې د ويسټ انډيز او افغانستان ترمنځ د درې يو ورځنيو او درې شل اوريزو لوبو ترسره کولو وروسته تازه خپل هېواد ته راستون شوى دى، له هغه وروسته يې د ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ ته په چکر تللى دى.
دا هم ولولئ:
نايب: يو موټى او غښتلې افغان لوبډله کولاى شي هره لوبډله ماته کړي
راشد خان: پلاره نن مې ډېر زيات يادېږې
محمد شهزاد هيله ښکاره کړې چې ژر به ملي لوبډلې ته راشي
نوموړي په خپل يو پوسټ کې د افغانستان هوا او ښکلې او طبيعي منظرې ستايلي دي او وايي چې ډېر هېوادونه يې ليدلي دي، خو څه چې افغانستان لري، بل کوم هېواد يې نه لري.
ګلبدين نايب په خپل فېسبوکپاڼه باندې ليکي: ((خپل وطن ګل وطن! د ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ ته مو له قدرمن ملګري محمد آغا احمدزي سره يو ښکلى او خوږ سفر درلود.
ما ډېر هېوادونه ولېدل خو په رښتيا سره بايد ووايم هغه هوا او ښکلې طبيعي منظرې چې زموږ هېواد لري هېڅ هېواد يې نه لري. د آباد او سوله ييز افغانستان په هيله.))
د يادولو ده چې ګلبدين نايب په ٢٠١٩ نړيوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر و، چې تر نړيوال جام وروسته د هغه پر ځاى راشد خان د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.
ګلبدين نايب په وروستيو کې د ويسټ انډيز پر وړاندې په هند کې ولوبېده، چې هلته يې په ځينو لوبو کې ښه وړتيا هم ښکاره کړه او ښه توپ اچونه يې ترسره کړه.
افغانستان او ويسټ انډيز د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې درې يو ورځنۍ او درې شل اوريزې لوبې ترسره کړې، چې د يو ورځنيو لوبو په لوبلړۍ کې ويسټ انډيز د ٣-٠ سره بريا خپله کړه او د شل اوريزو لوبو په لوبلړۍ کې بيا افغانستان د ٢-١ سره بريا په خپل نوم کړه.
همدا راز افغانستان او ويسټ انډيز يوازينۍ ټېسټ سيالي هم په هند کې ترسره کوي، چې د نومبر په ٢٧مه نېټه به پيل او د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.