کورپاڼه / بېلا بېل / ولې یوازې ښځینه ماشې چیچل کوي؟ لاملونه یې دلته ولولئ

ولې یوازې ښځینه ماشې چیچل کوي؟ لاملونه یې دلته ولولئ

د اوړي موسم که له یوې خوا د مېوو او سبزیجات موسم دی او موږ په دې موسم کې له بېلابېلو خوندو مېوو او سبزبجاتو څخه ګټه اخلو، ترڅنګ یې ګرمي او ماشې ځورونکې هم دي.

ډېر به مو اورېدلي وي چې موږ نارینه ماشې نه چیچي، بلکې دغه ازاري کار د ښځینه ماشو دی، آیا دا خبره حقیقت لري؟ که حقیقت لري نو لامل یې څه کېدلی شي؟

دا خبره بالکل رښتیا ده چې زموږ وینه یوازې ښځینه ماشې زبېښي او دا هم باید ووایو چې وینه د ماشو بینادي خوراک نه دی، بلکې د هغوی خوراک (nectar juice) دی، چې له بوټو په ځانګړي ډول له ګلونو ترلاسه کېږي.

ښځینه ماشې د انرژۍ لپاره خو له (nectar) څخه ګټه پورته کوي، خو د هګیو لپاره یې چې کومو پروټینو ته اړتیا ده، هغه یوازې له وینې ترلاسه کوي.

همدا لامل دی چې د نارینه ماشو پرځای یوازې ښځینه ماشې موږ چیچي او نارینه ماشې خپل خوراک له بوټو او ګلونو څخه لاسته راوړي.

دا هم ولولئ

حقیقي خوب (موخه) څه ته وایي او څه ډول ورته رسېدلی شو؟

د خوب لېدو څخه مطلب د خیالاتو، تصویرونو او احساساتو یوه لړۍ ده، چې د …