کورپاڼه / روغتيا / غاښونه پاک کړئ او د زړه له ناروغۍ ځان وژغورئ

غاښونه پاک کړئ او د زړه له ناروغۍ ځان وژغورئ

روغتیاپالان وایي چې په ورځ کې لږ تر لږه درې ځلې د غاښونو په پاکولو سره سره د زړه د ناروغیو په خطرونو کې تر لس سلنو پورې کمښت واقع کېږي.

راپورونه وایي چې د یوې څېړنې له مخې موندل شوې چې په ورځ کې درې ځلې غاښونه پاکول نه یوازې دا چې غاښونو له چینجن کېدو څخه ساتي، بلکې نیغ په نیغه د زړه ناروغیو د خطرونو له کمښت سره هم اړیکې لري.

روغتیاپالان وایي چې د غاښونو په پاکولو سره د (اټرییل فبریلیشن) خطرونه کمېږي، چې په همدې سبب د زړه ضربان هم اغېزمن کېږي.

د څېړنې پر اساس ویل کېږي، چې له بې شمېره ځلې د غاښونو په پاکولو سره د غاښونو، ژامو او خولې میکروبونه کموي او نه پرېږدي چې دغه میکروبونه وینې ته داخل شي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم په سویلي کوریا کې ساینسپوهانو په ۴۰-۷۹ کلونو کسانو یوه اوږده څېړنه کړې وه او د زړه ناروغۍ او د خولې د روغتیا ترمنځ اړیکه موندلې وه.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …