کورپاڼه / روغتيا / د انارو جوس د امیندوارو میرمنو لپاره ګټور وي

د انارو جوس د امیندوارو میرمنو لپاره ګټور وي

روغتیایي کارپوهان وایي چې له زېږون وړاندې د ماشومان دماغي روغتیا ته د انارو جوس حیرانوونکې ګټې لري، نو هغه میرمنې چې کمزوري وي هغوی دې د انارو جوسو استعمال ته زور ورکړي.

راپورونه زیاتوي چې امریکایي ډاکتران امیندوارو میرمنو ته مشوره ورکوي، چې هغوی دې له حمل وړاندې او په وروستیو دریو ورځو کې په ورځني ډول هره ورځ یو ګیلاس د نارو جوس وڅښي.

څېړونکې وایي، که چېرته د نوو زېږېدلو ماشومانو د دماغي روغتیا په اړه خبرې کېږي، نو میندې باید وړاندې ورته چمتوالی ولري، په ځانګړي توګه هغه وخت دې ورته ډېره پاملرنه وي چې ماشوم یې په خېټه کې وي.

څېړنه وایي چې ځینې وخت د میندو په رحم کې د ماشوم وده له ستونزو سره مخ کېږي، بدن یې د عمر په پرتله کوچنی پاتې کېږي او ځینې کسان د تګ پرمهال له ستونزو سره مخامخ کېږي.

څېړنې زیاتوي چې په ماشومانو کې د اکسیجن کمښت د هغوی د بدني او دماغي کمزورۍ لامل کېږي او پر سترګو یې هم منفي اغېزې کوي او روغتیایي کارپوهان وایي چې میرمنو ته د طاقت کپسولو پرځای د انارو جوس ګټور وي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …