کورپاڼه / جالب / د ناجیریا ولسمشر د لور د واده مراسمو نړۍ حیرانه کړه

د ناجیریا ولسمشر د لور د واده مراسمو نړۍ حیرانه کړه

د ناجیریا ولسمشر د لور واده، چې په ډېرو شاندارو مراسمو سره ترسره شو، د نړۍ پام یې ځانته اړولی دی. دې واده ته په سلو شخصي الوتکو کې کورني او بهرني میلمنو ونډه اخیستې وه او شاهي ماڼۍ یې د افریقا په کلیوالي او دودیزه موسیقۍ ښکلې کړې وه.

د ناجیریا ولسمشر لور په شاهي کورنۍ کې د واده لپاره ډېر لوی مراسم نېول شوي او د یوسف بوهاري او زهره ناصر په واده کې د نړۍ ډېرو مشهور اشخاصو ګډون درلود، چې په سلو شخصي الوتکو کې ورغلي ول.

د ناجیریا د کانو ښار په شاهي ماڼۍ کې د زرګونه میلمنو په زړه پوری هرکلی وشو، له لوړ بیه لباسونو، ښکلاوو او د افریقا دودیزې موسیقۍ ماڼۍ ښکلې کړې وه او ښځو بیا ولسي سندرو ته نڅا کوله.

د یادولو وړ ده چې ناوې او شاه زلمی د لومړي ځل لپاره په بریتانیه کې د زده کړو پرمهال مخ شول او له واده وړاندې د دواړو عکسونه جنجال هم راپورته کړی، چا به د ناوې لباس غیر اخلاقي ګاڼه او چا به یې دفاع کوله.

د دود له مخې د واده زوم د ناوې کورنۍ ته دوه سوه زره روپۍ ورکړې، چې هلته د دود شوو روپیو لس برابره ډېرې دي او د واده یو ګډون کوونکي دغه مراسم بېساري وګڼل.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …