کورپاڼه / روغتيا / مرچک وخورئ او تر ډېره صحت مند ژوند وکړئ

مرچک وخورئ او تر ډېره صحت مند ژوند وکړئ

روغتیایي کارپوهان وایي، که چېرته تاسې د فلج او د زړه د حملې له ناروغۍ څخه ژغورل غواړئ نو پخپلو خوراکي توکو کې هره اوونۍ څلور شنه مرچک شامل کړئ او د استعمال عادت یې خپل کړئ.

په ایټالیا کې یوې څېړنې پر اساس ویل کېږي چې په اوونۍ کې څلور ځلې د شنو مرچکو خوړل د زړه ناروغۍ په سبب د مړینې خطر کموي.

مرچک چې په عموم کې د خوړو د خوند لپاره استعمالېږي، د ګڼ شمېر غذایي موادو لرونکې دي او په مرسته یې د لوږې احساس کمېږي او د وزن په کمولو کې هم مرستندویه تمامېږي.

له دې وړاندې په یوه څېړنه کې موندل شوي ول چې مرچک د کیپسین په نوم ماده لري چې د روغتیا لپاره ګټور وي، خو اوس څېړونکې وایي چې په دې اړه نورو څېړنو ته اړتیا ده ترڅو په اړه یې سم معلومات ترلاسه شي.

خو څېړونکې وایي چې موږ یې د درملو په توګه نه شو استعمالولی بلکې موخه یې د یوه صحت مند ژوند، چې غذا پورې اړه لري، پیل دی. دوی لارښوونه کوي چې په غذایي توکو کې د مرچک استمعال ته پاملرنه وکړئ.

دا هم ولولئ

له خوب دمخه د ډېرو اوبو څښل زیانمن وي؟

روغتیایي کارپوهان تل ډېرو اوبو پر څښلو ټینګار کوي، ځکه چې ډېرې اوبه د بدن …