کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شهزاد د نيپال اي پي ایل کرکټ ليګ ته واخيستل شو

شهزاد د نيپال اي پي ایل کرکټ ليګ ته واخيستل شو

افغان ښي لاسی بې رحمه توپ وهوونکی محمد شهزاد محمدي د نيپال اي پي ایل شل اوریزه کرکټ ليګ کې چيتاوان لوبډلې ځان سره يو ځای کړ.

شهزاد، چې پخپلې تيزې لوبې سره په افغانستان او بهر کې زيات شمېر مينه وال لري، په لومړي ځل د نيپال په څلورم پړاو اي پي ایل ليګ کې چيتاوان ټايګرز لوبډلې اخيستی.

د نيپال ايورسيت پريمير ليګ د راتلونکې سپټمبر مياشت په پنځويشتمه نېټه د شپږو لوبډلو په ګډون پيليږي او د بلې مياشتې اکټوبر په نهمه نېټه پای ته رسېږي.

دغه ليګ ته محمد شهزاد محمدي په ګډون شاهد افريدی، سريلانکايي دينيش چانديمل او نور مشهور لوبغاړي د شپږو لوبډلو له خوا اخيستل شوي دي.

ياد ليګ د ايورسيټ  پريمير ليګ په نوم کال ۲۰۱۸ کې په لومړي ځل د شپږو لوبډلو له خوا را پيل شوی دی چې ټولې نولس لوبې ورپکښې ترسره کيږي.

دا هم ولولئ

ويراټ کهولي له شل اوریز نړیوال جام وروسته لوبډلمشري پرېږدي

د منډو په ماشين مشهور لوبغاړی ويراټ کهولي تر شل اوریز نړیوال جام وروسته د …