کورپاڼه / جالب / هغه سیمه چې تر اوسه پورې پکې باران نه و شوی

هغه سیمه چې تر اوسه پورې پکې باران نه و شوی

د ځمکې پرمخ یو داسې ځای هم شتون لري، چې هلته په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره باران شوی او هلته تر اوسه پورې باران نه دی شوی؛ ځمکپوهانو یې هم په اړه حیرانوونکې څرګندونې کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي جې په یاده سیمه کې له ۱۹۵۰ راهیسې تر اوسه پورې باران نه و ریکارډ شوی، خو هلته د باران وېرېدو ساینسپوهان حیران او اندیښمن کړل.

د ګرین لینډ پر سطحه، چې د سمندر له سطحې دوه میله لوړه غونډۍ یا د غره یوه څنډه ده، د لومړي ځل لپاره هلته باران وورېده او دا یې د موسمي بدلونونو پایله وګڼله.

دغه لوړه څوکه چې ۳۲۱۶ میتره لوړه ده، هلته عموماً د تودوخه درجه له کنګل کېدو هم ټیټه وي، خو هلته د هوا د ګرمېدو په پایله کې سخت باران وورېده او تر اوه میلیارده ټنو پورې اوبه وورېدې.

راپور زیاتوي چې هلته د تودوخې په پایله کې یخ ویلي شوی دی او په دې همدې سبب باران وورېده.

دا هم ولولئ

جاپان د روبوټونو لپاره ځانګړي لباسونه جوړ کړي

ښه او لوړ بیه لباسونه یوازې د انسانانو پوښاک نه دی، بلکې په دې نوملړ …