کورپاڼه / روغتيا / د یو کولا مشروب د څښلو په پایله کې د صحت مند ژوند دولس دقیقې کمېږي

د یو کولا مشروب د څښلو په پایله کې د صحت مند ژوند دولس دقیقې کمېږي

په اوسني دور کې د خوږو مشروباتو استعمال ډېر شوی، خو آیا پوهېدئ چې د یو کولا مشروب په څښلو سره زموږ په صحت کې ژوند کې تر دولس دقیقو پورې کمښت واقع کېږي.

دغه ادعا د یوې نوې څېړنې له مخې شوې ده او د انساني روغتیا او چاپیریال اغېزې یې څېړلي دي او ترڅنګ یې د بازاري توکو د استعمال په اړه هم موندنې شوي.

څېړنې وایي په ورځني ډول د غوا له غوښې او پروسیس شوې غوښې څخه د ترلاسه شوې کالورۍ یوازې لس سلنه غلو، دانو، مېوو، سبزیجاتو، وچو مېوو، دالو او ځانګړو خوړو باندې بدلول د صحت مند ژوند ۴۸ دقیقې ډېرېږی.

له پایلو څرګنده شوې چې پر ځمکه زرغونېدونکې مېوې، سبزیجات، دال، وچې مېوې د پروسیس شوې غوښې، غوا غوښې او د نورو غوښو اغېز کموي.

څېړونکې وایي چې په ژوند کې لږ غوندې بدلون هم د روغتیا او چاپیریال لپاره ګټور وي او دې ته اړتیا هم نه لېدل کېږي په خوراک کې لوی بدلون راولو.

دا هم ولولئ

پنځه هغه لارې چارې چې له حساسیت څخه مو ساتي

حساسیت یوه داسې ناروغي ده چې کوم ځانګړی موسم نلري، بلکې هر وخت پېښېدلی شي. …