کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې یوازې سور او سپین رنګ استعمالوي

هغه شخص چې یوازې سور او سپین رنګ استعمالوي

د هند په بېنګلور کې یو داسې جالب شخص اوسېږي، چې تل سور او سپین رنګ استعمالوي او له دې پرته کوم بل ډول رنګ نه استعمالوي. دغه شخص سیون نومېږي او له هندي مذهبه کورنۍ څخه دی.

سیون تر پنځه ویشت کلونو پورې یوازې سپین رنګ جامې استعمالولې او کله چې یې خپل کار پیل کړ نو سور رنګ ټایي استعمالوله او له هماغه راهیسې سور او سپین رنګ جامې استعمالوي.

که څه هم دا خبره واضح شوه چې یو رنګ استعمال یې د کار په سبب دی، خو د نمبر سیون (اووم نمبر) نوم لامل یې څه دی؟ هغه وایي چې پلار یې ځکه ورته سیون نوم کېښود چې هغه د پلار اووم اولاد و.

هغه وایي چې د جامو بټنې یې هم اوه دي، د موبایل نمبر یې هم اوه دی، د جیبونو اندازه یې هم اوه دي، په اوو ژبو پوهېږي هم او له پنځه سوو ډېر شیان یې په سور او سپین رنګونو سره دي.

سیون زیاتوي چې هر شی په سور او سپین رنګ کې وویني، سمدستي یې اخلي. هغه وایي خلک دې هر ډول آوازې کوي، خو زه غواړم چې په سور او سپین رنګ کې مړ هم شم.

دا هم ولولئ

حوره

پاکستان کې د میلاد النبي په ورځ یوه نجلۍ د (حورې) په شکل کې خلکو ته ښکاره کړای شوې ده

په پاکستان کې د میلاد النبي په ورځ په یو ښار کې د میلاد النبي …