کورپاڼه / هنر او کلتور / ورینه حسین: ملګري ملتونه دې له افغانانو سره مرسته وکړي

ورینه حسین: ملګري ملتونه دې له افغانانو سره مرسته وکړي

د هندي سینما یا بالیووډ افغان نژادې اداکارې ورینه حسین له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې نړیواله اداره دې مداخله وکړي او له افغانانو سره دې مرسته وکړي.

هغه وایي چې په افغانستان کې د جنګ، جګړو او تباهۍ په سبب د هغې کورنۍ هم شل کاله وړاندې له هېواد څخه په وتو مجبوره شوې وه.

ورینه حسین په بالیووډ فلمي صنعت کې د (مووي لوو یاتري) فلم څخه، چې په ۲۰۱۸ کال خپور شو، خپل فلمي کیریر پیل کړ او له هماغه راهیسې په یاد صنعت کې کار کوي.

ورینه حسین وایي چې د افغانستان اوسني وضعیت په سبب چې کوم عکسونه په رسنیو کې خپرېږي او په هغې کې د افغانستان خلک د هېواد پرېښودلو لپاره اندیښمن ښکاري، ماته خپل تېر شوی دردونکی وخت رایادوي.

هغه زیاتوي چې خوش بخته ده چې هندوستان یې قبولیت ومانه او اوس یې هند کور دی، خو داسې له هر چاسره نه کېږي او خلک د هېواد له پرېښودو وروسته له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

دا هم ولولئ

حریم شاه، مشهور مولانا طارق جمیل ته د واده پېغام لېږلی

د پاکستان مشهورې ټک ټاکرې حریم شاه د پاکستان مشهور عالم مولانا طارق جمیل ته …